وال‌ سټريټ ژورنال راپور ورکړی، چې د مارچ په ۳مه په ریاض کې د امریکا پر سفارت د ایران د بې پیلوټه الوتکو برید، تر هغه ډېر زیان اړولی چې په عامه توګه اعلان شوی دی.

سرچینې ویلي، دوه ډرون الوتکې یو په بل پسې په چټکۍ سره لګېدلي، د سفارت انګړ ته یې نفوذ کړی او ځینې خوندي سیمې یې ویشتلې دي، چې په هغو کې د استخباراتي پرسونل تر ګټې اخیستنې لاندې ځایونه هم شامل وو.

د معلوماتو له مخې دې چاودنو څو پوړونو ته زیان اړولی او اور یې لګولی چې نږدې نیمه ورځ یې دوام وکړ او ځینې برخې یې داسې ویجاړې کړي چې د ترمیم وړ نه دي.

که څه هم سعودي چارواکو په پیل کې دغه پېښه د لږ زیان اړوونکې په توګه بیان کړې وه، خو امریکایي چارواکي وايي چې د دې برید اغیزې خورا جدي وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version