Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»رټل شوی بېنېټ او له بهره د هغه دروغجن او زهرجن تبلیغات!
    تبصرې

    رټل شوی بېنېټ او له بهره د هغه دروغجن او زهرجن تبلیغات!

    صابر افغانصابر افغان3 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:
    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا ګومارل شوي ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په تازه اعلان کړي راپور کې د افغانستان په زندانونو کې له زندانیانو سره د ناوړه چلن په اړه تورونه پورې کړې دي.

    نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په زندانونو کې له زندانیانو په ځانګړې توګه له ښځینه زندانیانو سره ناوړه چلن کېږي او نوموړي ان تور پورې کړی چې په ځینو مواردو کې د جنسي ځورونې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

    بېنېټ چې د ناکره او غیر مسوولانه راپورونو د خپرولو له کبله افغانستان ته د تګ اجازه نه لري، د خپلو دغو تورونو په اړه هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.

    تبصره:
    ریچارډ بېنېټ چې نږدې دوه کاله وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګومارل شو، له هماغې ورځې یې په افغانستان کې د اوسني نظام پر ضد پراخ کمپاین پیل کړ او تر ډېره یې له افغان ضد کړیو او عناصرو سره اړیکې درلودې.

    نوموړي په ځلونو د افغانستان د وضعیت او نظام په اړه ناکره، ناسم او له حقیقته لېرې راپورونه خپرول، چې د ثبوت لپاره یې هېڅ ډول شواهد نه درلودل، له همدې کبله یې افغانستان ته پر سفر بندیز ولګول شو.

    نوموړي له هماغو لومړیو ورځو تر ډېره له هغو کسانو سره اړیکې پالي او د هغو د معلوماتو پر اساس راپورونه جوړوي، چې تېر شل کاله د اشغال تر یوغ لاندې یې د غربي ارزښتونو د ترویج لپاره شپه او ورځ هڅې کولې او عملاً یې د افغانستان د خلکو د ارزښتونو پر خلاف مبارزه کوله.

    د نوموړي تېر او اوسني راپورونه هېڅ ډول کره د باور وړ سرچینې نه لري، نو ځکه یې هر ځل راپورونه د افغانستان د خلکو له توند غبرګون سره مخ کېږي.

    نوموړی چې اوس افغانستان ته سفر نه شي کولی، په غرب او نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان ضد کړیو، عناصرو او جرمي شبکو سره سیستماتیک کار کوي او ټوله هڅه یې دا وي چې په افغانستان کې د ناسمو او پاروونکو راپورونو له لارې د خلکو ترمنځ کرکې، کینې او تفرقې ته لمن ووهي، نظام بدنام کړي، د افغانستان د خلکو دیني، فرهنګي او دودیز ارزښتونه وننګوي او نړۍ ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړي.

    د نوموړي تازه راپور هم پر همداسې خیالي، ناسمو او له حقیقت څخه لېرې ادعاوو ولاړ دی، چې د ثبوت لپاره یې هېڅ ډول شواهد نه لري.

    په افغانستان کې د اوسني نظام له راتګ وروسته، د نورو برخو ترڅنګ د زندانونو برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وشوه، د زندانیانو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شو، زندانونه د پخوا خلاف؛ پر ښوونځیو، مدرسو او د شخصیت جوړونې پر مرکزونه بدل شول، د زندانیانو خوړو، لباس، د کورنیو له غړو سره یې د ملاقاتونو، دغه راز د دوی دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه وشوه؛ د دې ترڅنګ ‎زندانیان د اخترونو په څېر په نورو ځانګړو ورځو کې د اوسني نظام د مشرتابه له خوا د عمومي بښنې له امتیاز هم برخمن دي.

    اوسني زندانونه نه د جمهوریت د دورې په څېر دي، چې له زندانیانو به د لاسونو او پښو نوکان ایستل کېدل او لسګونه کاله به بې برخلیکه، بې پوښتنې او په نهاره په زندانونو کې پراته وو او نه د خلقیانو د پولیګونونو په څېر دي، چې له خلکو به په ژوندوني د بدن غوښې پرې کېدلې، د زندانونو دېوالونه به د بې ګناه انسانانو پر وینو لړلي وو، زندانیان به پکې شکنجه کېدل او په ډله ییزه توګه به وژل کېدل.

    اوسني زندانونه، زندانونه نه؛ بلکې د شخصیت جوړونې مرکزونه دي، ښوونځي دي، مدرسې دي او کورسونه دي؛ اوسمهال چې مجرم له زندانه راوځي، سالم انسان ترې جوړ شوی وي، زده کړې یې کړې وي او په ټولنه کې د یوه ګټور انسان په توګه ژوند پر مخ بیايي.

    پر اوسنیو زندانونو منظم نظارتونه کېږي او له هر ډول حقونو یې ان مشرتابه ځان خبروي او رسېدنه ورته کوي. نو ځکه د بېنېټ په څېر منفورې او سرګردانه څېرې په دې ډول درواغجنو او زهرجنو تبلیغاتو شته واقعیتونه نه شي بدلولی او نه هم په دې اړوند افغانانو ته اندېښنې پیدا کولی شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسرائیلو پوځ لبنان کې د حزب‌الله ډلې د دوو مهمو قومندانانو د وژلو ادعا کړې
    راتلونکي مقاله هسپانیا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېره ۲۱۴ تنو ته ورسېده

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.