د جمهوري رژیم له ړنګېدو سره سم، د افغانستان د بدنامه څېرو یوه ډله د «مقاومت جبهې» په نوم راټوله شوه؛ هغه جبهه چې د ولسي ملاتړ نه درلودلو له امله، ډېر ژر له ماتې سره مخ شوه او د زوال په لور روانه شوه.
له هغې وروسته، د دې جبهې مشرانو ډېرې هڅې وکړې چې په اروپایي هېوادونو کې ځان ته ځای پیدا کړي او د جمهوریت د دورې په څېر، له خپلو لوېدیځو بادارانو څخه پروژې ترلاسه کړي. د ډېرو هڅو او له دغو هېوادونو څخه تر شړل کېدو وروسته، دوی تاجکستان ته مخه کړه، هغه هېواد چې په هغه وخت کې یې د ځینو غلط فهمیو له امله، د افغانستان له نوي حکومت سره ډېرې اړیکې نه درلودې.
همدې کار تاجکستان د مقاومت جبهې د بدنامه څېرو په اصلي پناه ځای بدل کړ، خو له هغه ځایه چې تاجکستان هم د افغانستان له نوي حکومت سره د خپلو اړیکو عادي کولو په لټه کې و، ډېر وخت تېر نشو چې دغه هېواد هم د دې پوچې جبهې د غولول شویو کسانو لاس خوشې او د دوی په شړلو یې پیل وکړ.
په دې وخت کې، پاکستان د افغانستان له حکومت سره تر وروستیو کړکېچونو وروسته، خپلو پخوانیو غلامانو ته د مرستې لاس ور اوږد کړ، هغو کسانو ته چې یو وخت یې د خلکو د غولولو لپاره د پاکستان ضد شعارونه ورکول. دوی خپل سامانونه وتړل او پاکستان ته ورغلل، ترڅو شاید د دې هېواد په وسیله وکولای شي په افغانستان کې ځان ته ځای پیدا کړي او بیا د افغانستان د ملت دښمنانو ته په خدمت کې حاضر شي.
د پاکستاني شنونکو په وینا، د دې هېواد پوځي رژیم په دې وروستیو کې د افغانستان د بې ثباته کولو یوه طرحه له خپل بادار یعنې امریکا څخه ترلاسه کړې او د دې شومې طرحې د پلي کولو لپاره یې، اوس د تش په نوم مقاومت جبهې ته مخه کړې ده. اوس پوښتنه دا ده چې آیا دا شومه پروژه به لکه څنګه چې امریکا تمه لري پر مخ ولاړه شي او آیا پاکستان به د دې تش په نوم جبهې په مرسته وکولای شي چې داسې یوه پروژه پلې کړي؟ د دې لیکنې په دوام کې به دا موضوعات وڅېړو.
بې له شکه، پاکستان چې خپله تر ټولو په بد وضعیت کې دی، د داسې یوې طرحې پلي کول ورته په حقیقت کې نه یوازې ستونزمن، بلکې ناشونی کار دی. په رښتیا یو هېواد چې پخپله سیاسي ثبات نلري، ناامني، فساد او بې وزلي پکې بې سارې وي، خلک یې تر بل هر وخت ډېر ترې لیرې شوي وي او حکومت یې د نړیوال بانک په څو میلیاردي پورونو کې ډوب وي، څنګه کولای شي د افغانستان ولسي حکومت په څو بدنامه او رد شویو څېرو سره وننګوي؟
له بلې خوا، د مقاومت جبهې نه یوازې اوس، بلکې په خپل ټول بدنامه تاریخ کې، خپلو پلویانو ته له ذلت او بدنامۍ پرته بل څه نه دي ورکړي. په دې ټوله موده کې، هغه لږ بهرني ملاتړ کوونکي چې یې مخکې درلودل، هغه یې هم له لاسه ورکړي. پاکستان په داسې حال کې غواړي چې له دې جبهې څخه د افغانستان د اوسني حاکمیت پر وړاندې د فشار د آلې په توګه کار واخلي چې دې جبهې د جمهوریت په شلو کلونو کې، د لوېدیځ په بشپړ او هر اړخیز ملاتړ سره هم هیڅ ونه شو کړلی.
بلخوا، د افغانستان اوسنی حکومت د جمهوریت له دورې سره برعکس، نه یو لاس پوڅی او یا پر پردیو متکي رژیم دی، بلکې یو داسې حاکمیت دی چې بشپړه خپلواکي لري، داسې حکومت چې د نورو هېوادونو لخوا په رسميت نه پېژندل کېدو سره سره، بیا هم له دوی سره ښې اړیکې او پیاوړې متقابلې معاملې لري.
په داسې وضعیت کې به نه یوازې د افغانستان بې ثباتي د دې خاورې خلکو ته زیان ورسوي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو لپاره به هم نه جبرانېدونکی زیان ولري. له همدې امله، په پوره جديت سره ویلای شو چې پاکستان، په داسې حال کې چې پخپله د فساد او تباهۍ په منځ کې لاس او پښې وهي او د یوې تش په نوم جبهې په وسیله غواړي د امریکا لخوا وړاندې شوې طرحه پلې کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


