د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد ویلي، چې د محمد هوتک د مقبرې د رغولو اراده لري.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رياست د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حماد دا موضوع د محمد هوتک د مقبرې د لیدنې پر مهال مطرح کړې او دغه ځای یې د زابل لپاره یو مهم او ارزښتمن تاریخي میراث بللی دی.

محمد هوتک د افغانستان تاريخ د هوتکیانو د دورې نومیالی شاعر، لیکوال او تاریخ‌لیکونکی و چې د خپل مشهور اثر «پټه خزانه» په لیکلو سره یې د پښتو ادب او شاعرانو په ساتنه او پېژندګلوي کې مهم رول لوبولی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version