‏د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یونس آخندزاده ویلي چې، د اوبو نړیوال کنفرانس د خورا مهم هدف لپاره جوړ شوی هغه دا چې، ټول په مشترک ډول د اوبو مدیریت لپاره کار وکړو.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې څو لسیزو جګړو د هېواد هرې برخې ته زیان رسولی او اړتیا ده چې د بیا ابادۍ لپاره له مسلکي اړخه دا برخې بیا آبادې شي.

نوموړي د خبرو پر دوام، د پوهنتونونو له استادانو او څېړونکو غوښتي چې د هېواد اړتیاوو او د وخت له غوښتنو سره سمې علمي څېړنې ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version