د زابل په ميزانې ولسوالۍ کې یو ماشوم تېره ورځ ناوخته ژورې څاه ته تر غورځېدلو وروسته د ځايي مسؤلينو او امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ياد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي: ياد ماشوم، چې حافظ الله نومېږي، د زابل ولایت د مېزانې ولسوالۍ اړوند تیکر سیمه کې یوې ژورې څاه ته غورځېدلی و چې وروسته له څو ساعتونو د ځايي مسوولينو له پر له پسې هڅو ژوندی را اېستل شوی.

ښاغلی قانع همدا رنګه زیاتوي، چې ځایي امنیتي مسؤلین له پېښې د خبرېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او توانېدلي، چې ياد ماشوم له ژورې برمې‌ څخه ژوندی وژغوري.

د ځايي مسؤلینو د معلوماتو له مخې د ماشوم وضیعیت د ډاډ وړ دی او لا درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version