https://hindukushpa.com/wp-content/uploads/2024/07/VID-20240725-WA0008-1.mp4

د هېواد د دفاع وزارت يو تن پوځي ياسر استاد د روسيې پلازمینې مسکو د البرز غرختنې سيالۍ کې لومړی مقام خپل کړی او يو روسي عسکر یې مسلمان کړی.

ياسر استاد چې د دفاع وزارت برحاله پوځي دی د افغانستان په استازيتوب یې مسکو کې د البرز غر ختنې‌ په سيالۍ کې لومړی مقام خپل کړی.

ياسر استاد په يوه خپره شوې ويډيو کې چې د البرز غرونو په لوړو کې یې ثبت کړې وايي: ما او روسي پوځي دا وعده کړې وه چې که زه تر ټولو وړاندې د البرز غره لوړې څوکې ته ورسېدم نو دی به اسلام قبلوي او مسلمانېږي به دا دی اوس زه له ټولو هېودانو او دې روسي پوځي نه وړاندې دې څوکې ته راورسېدم او روسی پوځي اوس اسلام قبلوي.

د غر ختنې يادې سيالۍ د ګڼ شمېر هېوادونو د پوځيانو په ګډون پيل شوې وې چې پکې د افغانستان په استازيتوب ياسر استاد د ټولو هېودانو تر منځ لومړی مقام خپل کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version