په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د شمال زلزله ځپلو لپاره یې د دغه هېواد د مرستو لومړۍ جوپه افغان چارواکو ته سپارلې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې طبي توکي او خېمې شاملې دي.

مزارشریف کې د ایران سرکنسول، حمید رضا احمدي سمنګان ولایت ته په سفر کې د زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي څرګنده کړې او د اړتیا په صورت کې یې د نورې مرستې ډاډ ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version