هنديالاصله مسلمان سیاستوال، زهران ممداني د امریکا نیویارک ښار په ټاکنو کې تر تاریخي بریا وروسته د دغه ښار د ۱۱۱م ښاروال په توګه ټاکل شوی.
د «سيبياېس» شبکې د راپور له مخې، ممداني د رایو په اکثریت خپل سیالان، اندرو کومو او کرتیس سلیوا مات کړي دي.
د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی، چې یو مسلمان او د کډوالو د نسل سیاستوال د امریکا د تر ټولو ستر ښار د ښاروالۍ مشري ترلاسه کوي.
زهران ممداني د امریکا د ډیموکراټ ګوند غړی دی او د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارو سخت مخالف بلل کېږي.
