پخواني امریکایي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان پوځي رژیم پر امنیتي مدیریت توندې نیوکې کړي.

هغه ویلي دغو سیمو کې روان حالات د اندېښنې وړ او خورا ترینګلي دي.

دې پخواني امریکایي ډيپلوماټ له پاکستاني رژیم غوښتي، چې له کورني اړو دوړ څخه د وتلو لپاره عملي حل لارې وړاندې کړي.

خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کړي چې تازه د بلوچستان ایالت مهمې سیمې بلوڅ ازادي غوښتونکو لاس ته لوېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version