افغان‌الاصله پخواني امریکایي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي؛ راپورونه یې ترلاسه کړي چې، پاکستان کې لا هم د پام وړ ترهګرې ډلې (د داعش خراسان څانګه) شتون لري.

نوموړي زیاته کړې چې، د تېرې مارچ میاشتې په نیمایي کې بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان په مستونګ کې د داعش ډلې پر روزنیز کمپ برید کې ۳۰ داعشیان ووژل چې د ترکیې، هند، تاجکستان او ازبکستان اتباع هم پکې وو.

خلیلزاد وړاندې لیکلي، که دغه راپورونه سم وي؛ نو د پاکستان استخباراتي ادارې به هرو مرو د دغو کمپونو له شتون څخه خبر وي.

نوموړي له اسلام اباده غوښتي چې، په خپله خاوره کې د داعش او نورو ډلو شتون ته پاملرنه وکړي او په وینا یې: «دا نه یوازې پاکستان، بلکې سیمې او ټولې نړۍ ته جدي ګواښ پېښوي.»

زلمي خلیزاد د پاکستان دفاع وزیر وروستیو څرکندونو ته په اشارې لیکلي، «د پاکستان دفاع وزیر له ترهګرو ډلو څخه د خپل هېواد پخوانی ملاتړ تېروتنه بللې؛ ایا پاکستان لاهم په دې لوبه کې ښکېل نه دی؟»

یاده دې وي چې، تر دې وړاندې د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو هم پاکستان کې د داعش ډلې د روزنیزو کمپونو د شتون خبر داری ورکړی او دایې د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version