شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp افغانالاصله پخواني امریکايي ډيپلوماټ زلمي خلیزاد له انګرېزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې له لسیزو وروسته افغانستان کې امنیت زیات شوی او تر څنګ یې پر لویو پروژو کار روان دی.نوموړي ویلي:«ترڅو لسیزو جګړو وروسته، اوس زیات امنیت شته او د نشهيي توکو پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی، همدا راز پر مهمو بنسټیزو پروژو کار روان دی.»نوموړي زیاته کړې، چې پخواني مشران او واکمنان (د پرځېدلي جمهوریت چارواکي او د احزابو مشران) هڅه کوي چې خپلې تېروتنې بیا تکرار کړي او په خبره یې: «دوی غواړي پخوانۍ ګټې بېرته ترلاسه کړي.»د ویلو ده، چې دې پخواني امریکایي ډیپلوماټ دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په دې وروستیو کې ځیني راپورونه خپاره شول، چې پاکستان د پرځېدلي جمهوریت یوه ډله ورغوښتې او ورسره خبرې اترې کوي. هیره دې نه وي، چې په خپاره شوي لیست کې د شرخوښو جبهاتو غړي شامل دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر: نه کوم بندي لرو او نه د پردیو په اشارو وژل کېږو؛ د پیاوړي او متحد نظام څښتنان یو19 اگست 2025
د ملي دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد: موږ په يوه پېړۍ کې درې ځله ازادي اخيستې ده، دا اخري ځل ازادۍ ته باید دا زمینه برابره نه کړو چې خدای مکړه، له لاسه یې ورکړو19 اگست 2025