د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې دی به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د روسي سیال ولادیمیر پوتین د راتلونکې لیدنې هر راز پایلي په رسمیت ونه‌پېژني.

نوموړي وړاندې ټینګار کړی، چې د ټرمپ او پوتین لیدنه به د دواړو هېوادونو لپاره بې له شکه ګټوره وي؛ خو نه‌شي کولای د اوکرایني چارواکو له حضور پرته د اوکراین په اړه خبري وکړي او د خبرو دغه ډول ورته د منلو نه‌دی.

زیلینسکي همداراز د امریکا په خاوره کې د ټرمپ او پوتین لیدنه د پوتین شخصي بریا بللې ده.

ورته مهال د روسیې دفاع وزارت خبرداری ورکړی، چې اوکرایني چارواکي د ټرمپ او پوتین د راتلونکې ناستې د ګډوډولو په هڅه کې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version