د افغانستان په سیاست کې هیڅ پروژه تر پایه د پردې تر شا نه پاتې کېږي. د دې خاورې تاریخ په بار بار ښودلې ده چې هر سیاسي او نظامي جریان، ژر یا ناوخته، خپل ملاتړي، سرچینې او اصلي لوری بربنډوي. نن هم د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د سمیع سادات په مشرۍ د «متحده جبهې» په اړه، دا حقیقت په ډاګه شوی چې هغوی له کومه ځایه اوبه څښي او د چا د ګټو لپاره هڅې کوي!
څو میاشتې وړاندې، هغه مهال چې لا د سمیع سادات د نظامي فعالیتونو د پیل خبر نه و او د هغه دریځونه هم په ښکاره توګه د پاکستان له رسنیزو روایتونو سره یو ډول نه لیدل کېدل، «هندوکش غږ» د شته نښو نښانو پر بنسټ وړاندوینه کړې وه چې ځینې مخالف جریانونه د خپلو پخوانیو بادارانو له ملاتړه تر ناهیلۍ وروسته، د پاکستان د لاس په آلو بدلېدونکي دي. اوس دا موضوع د پاکستان د رسمي رسنیو د تبلیغاتي ملاتړ له امله نوره هم روښانه شوې او له آی ایس آی سره د مخالفو ډلو د پټو معاملو له مخ پرده پورته شوې ده.
په دې وروستیو کې، له هغې وروسته چې سمیع سادات وویل، چې د افغانستان د حکومت پر وړاندې یې خپل نظامي فعالیتونه پیل کړي، د پاکستان رسمي رسنیو په بېلابېلو ژبو، په بېساري ډول په افغانستان کې د دغه جریان پوښښ او غټ ښودلو ته کار ویلی دی. تر دې چې د سادات لخوا د جګړې له اعلان وروسته، په آی ایس آی پورې تړلو ګڼو رسنیو خپله ډېره برخه نشرات د سمیع سادات او د حکومت د نورو مخالفو ډلو خبرونو ته ځانګړي کړي دي.
له مخالفو ډلو څخه د آی ایس آی د ملاتړ ناپاکه لاس دا ځل له هیچا پټ نه شو پاتې؛ حتی ډېری هغو کارپوهانو او سیاستوالو چې له اوسني حکومت سره مخالف دي هم په دې اړه غبرګون ښودلی او پر دغو ډلو یې سختې نیوکې کړې دي.
ځکه کله چې د یو هېواد رسنۍ په دوامداره توګه یو کوچنی او بېهویته جریان د یو ټاکونکي لوبغاړي په توګه معرفي کوي، نو نور څه پټ نه پاتې کېږي او په یقیني ډول معلومېږي چې د دې لوبې څرخ د بل چا په لاس کې دی او دوی یوازې مزدوران دي. له همدې امله، حتی هغه کسان چې پرون یې ترې ملاتړ کاوه، نن په خپلو سیاسي تحلیلونو کې هغوی د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د پاکستان د پروژې یوه برخه بولي.
خو باید وویل شي: هره ډله چې خپله بقاء د پردیو استخباراتو په فکري خونو او د هغوی د تړلو رسنیو په سرلیکونو کې لټوي، هغه د آزادۍ بیرغ لرونکې نه، بلکې د نورو د موخو د پلي کولو وسیله ده. د افغانستان تاریخ په بار بار ثابته کړې چې له پردیو سره مزدوري، که څه هم په رنګینو شعارونو پیل شي، خو پایله یې له ذلت، رسوایۍ او عمومي کرکې پرته بل څه نه وي.
نن هم هغه کسان چې ځانونه «نجات ورکوونکي» معرفي کوي، خو غږ یې د پاکستان له تبلیغاني ماشینونو او آی ایس آی پورې تړلو تبلیغاتي دستګاوو څخه اورېدل کېږي، تر هر بل وخت یې خپله اصلي غلامه څېره بربنډه کړې ده او د افغانستان ملت ښه پوهېږي، چې څوک چې د پردیو د ګټو لپاره توره وهي، هغه هیڅکله د افغانستان د ګټو لپاره نه جنګېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


