Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د افغانستان د بې‌ ثباته کولو لپاره د پاکستان د جبهو پروژه؛ یوه خامه تمه
    سیاسي لیکني

    د افغانستان د بې‌ ثباته کولو لپاره د پاکستان د جبهو پروژه؛ یوه خامه تمه

    عمران آغاعمران آغا10 اگست 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې تل هڅه کړې چې د افغانستان بدلونونه د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو له مخې وڅاري. اسلام‌ آباد همېشه هڅه کړې چې پر افغانستان د نفوذ د ټینګولو لپاره له بېلابېلو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او استخباراتي وسیلو څخه کار واخلي؛ خو نننی افغانستان د کورنیو جګړو د کلونو له افغانستان سره بنسټیز توپیر لري.

    نننی افغانستان له لسیزو جګړو وروسته، داسې پړاو ته رسېدلی چې تر ټولو مهمه ځانګړنه یې د هېواد په کچه د جګړو کمېدل او په ټول هېواد کې د امنیتي ثبات ټینګښت دی. همدې واقعیت د تېر وخت ډېرې معادلې بدلې کړې او د پاکستان په ګډون یې د ځینو سیمه‌ ییزو لوبغاړو محاسبې له ننګونو سره مخ او د هغوی هیلې یې خامې کړې دي. په ننني افغانستان کې د جګړې او ګډوډۍ پخواني پړاو ته د هېواد د بېرته ګرځولو هر ډول هڅه، د دې پر ځای چې یوه عملي طرحه وي، یوه خامه هیله ده.

    په بدخشان کې د وروستیو ورځو د رامنځته شویو ناخوالو له امله، د یو شمېر شنونکو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ دا انګېرنه پیدا شوې چې پاکستان پر افغانستان د فشار راوړلو د بېلابېلو لارو له ناکامۍ وروسته، اوس تر بل هر وخت ډېر د مخالفو جبهو او ډلو په ملاتړ د ناامنۍ رامنځته کولو پروژې ته سترګې نیولې دي.

    د افغانستان په اړه دا انګېرنه، د دې پر ځای چې یو میداني واقعیت وي، د یوه ناارام او کړکېچن افغانستان د رسنیز روایت زېږنده ده. د هېواد دښمنان د یوې وړې چاودنې او څو ډزو په اورېدو، له خوښۍ په خپلو جامو کې نه ځاییږي او داسې ښيي چې ګواکې افغانستان ناارام شوی دی. هغوی له واښو غر جوړوي، ترڅو له هېواد څخه د بهر مېشتو افغانانو او عامه ذهنیت د افغانستان په اړه بدبین کړي او هېواد جګړه‌ ځپلی وښيي.

    حقیقت دا دی چې هره امنیتي پروژه، تر هر څه وړاندې ټولنیز ملاتړ، کورنی ظرفیت او د خلکو ملاتړ غواړي؛ هغه څه چې په افغانستان کې له یادېدونکو دغو کوچنیو ډلو څخه هېڅ یوه هم ترې برخمنه نه ده. له همدې امله، ډېری هغه خوځښتونه چې د «جبهو» تر نوم لاندې مطرح کېږي، تر دې چې عملي اغېز ولري، یوازې د تبلیغاتو او ټولنیزو رسنیو په ډګر کې انعکاس مومي.

    که معیار میداني واقعیتونه وګرځوو، نن نه یوازې د افغانستان ډېره برخه، بلکې د هېواد ټوله جغرافیه د یوه واحد نظام تر ادارې لاندې ده. د کورنیو جګړو د کلونو په خلاف، نه د جګړې ګڼ شمېر کرښې شته، نه خپلواکې پوځي سیمې او نه هم پراخې وسله‌ والې جبهې؛ له دې جملې هېڅ یو یې هم په هېواد کې نه لیدل کېږي. کله نا کله یو یا دوه کسان یوه کوچنۍ چاودنه یا څو ډزې کوي، خو د هېواد دښمنان یې د پاڅون، جبهې یا مقاومت په نوم تبلیغوي.

    تر ټولو مهمه دا چې د څلورو لسیزو جګړو تجربې د افغانستان د ټولنې ذهنیت هم بدل کړی دی. د خلکو ډېره برخه، له قومي، ژبنیو او سیاسي تمایلاتو پرته، له کورنیو جګړو ستړې شوې، له تکرار څخه یې کرکه لري او ثبات تر هر ډول وسله‌ والې سیالۍ غوره ګڼي. همدا ټولنیزه پانګه د هرې هغې پروژې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی چې غواړي هېواد یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدل کړي.

    د دې جبهو او مقاومت د پروژو له مهمو وسیلو څخه یوه هم د روایتونو او رسنیو جګړه ده. هغوی هڅه کوي چې د خبرونو، انځورونو او پېیلو تحلیلونو په پراخه کچه خپرولو سره داسې وښیي، چې ګواکې ټول افغانستان په جګړه کې ښکېل دی؛ حال دا چې دغه خبرونه د هېواد له موجودو واقعیتونو سره سمون نه لري او د خپرېدو اصلي موخه یې په عامه افکارو او د بهر مېشتو افغانانو ترمنځ د افغانستان په اړه د منفي ذهنیت رامنځته کول او د جګړه‌ ځپلي هېواد انځور وړاندې کول دي.

    البته له دې حقیقت څخه هم باید سترګې پټې نه شي چې هېڅ هېواد په بشپړ ډول له امنیتي ګواښونو خوندي نه دی، د محدودو او پاشلو امنیتي پېښو رامنځته کېدل، په یوازې ځان د پراخې بې‌ ثباتۍ نښه نه ګڼل کېږي. د ثبات معیار محدودو امنیتي پېښو رامنځ ته کېدل نه دي، بلکې معیار د حکومت هغه وړتیا ده چې په مټ یې عمومي کنټرول وساتي، کړکېچونه مدیریت کړي او د ناامنۍ د پراخېدو مخه ونیسي.

    د افغانستان د مسئلو په تحلیل کې هم باید د «تبلیغاتو» او «واقعیتونو» ترمنځ توپیر وشي. کله ناکله د رسنیزو محتواوو پراخ حجم دا انګېرنه رامنځته کوي چې ګواکې لوی بدلون روان دی؛ خو هغه کسان چې په افغانستان کې ژوند کوي او د ټولنې له منځه خبرې کوي، ښه پوهېږي چې څه شی چې په ټولنیزو رسنیو کې لوی ښودل کېږي، په عمل کې یې د هېواد پر وضعیت هېڅ ټاکونکی اغېز نه دی کړی.

    د افغانستان ثبات تر هر څه ډېر، د ملي یووالي ساتنې، د کورنیو بنسټونو پیاوړتیا، اقتصادي پرمختګ او له جګړې او د تېر وخت له تکرار څخه د ډډې کولو غوښتنه کوي. هره هغه طرحه چې وغواړي دا بهیر د نیابتي جګړې، رسنیزو تبلیغاتو یا د وسلوالو ډلو د پارولو له لارې منحرف کړي، د افغانستان د خلکو له لوري به ونه منل شي او پایله به یې له یوې خامې تمې پرته بل څه نه وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پکتیکا او خوست د دوو قومونو ترمنځ څه باندې سل کلنه بدي حل شوه

    مربوطه لیکنې

    جګړه غوښتونکي د افغان ولس له ارادو سره په ټکر کې دي

    9 اگست 2026

    د جبهاتو رسنیزه سیالي؛ د بیا اشغال خیالونه او خپل منځي پېغورونه

    9 اگست 2026

    مخالفې ډلې له واقعي ملاتړه تر تبلیغاتي جګړې

    7 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 10 اگست 2026

    د افغانستان د بې‌ ثباته کولو لپاره د پاکستان د جبهو پروژه؛ یوه خامه تمه

    پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې تل هڅه کړې چې د افغانستان بدلونونه د خپلو…

    د پکتیکا او خوست د دوو قومونو ترمنځ څه باندې سل کلنه بدي حل شوه

    9 اگست 2026

    جګړه غوښتونکي د افغان ولس له ارادو سره په ټکر کې دي

    9 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان د بې‌ ثباته کولو لپاره د پاکستان د جبهو پروژه؛ یوه خامه تمه

    10 اگست 2026

    د پکتیکا او خوست د دوو قومونو ترمنځ څه باندې سل کلنه بدي حل شوه

    9 اگست 2026

    جګړه غوښتونکي د افغان ولس له ارادو سره په ټکر کې دي

    9 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،238 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.