په دې کې هېڅ شک نشته چې هر څه د وخت په تېرېدو سره لویېږي، وده کوي او بشپړېږي. که نیمګړتیا او کمښت هم ولري، ورو ورو له منځه ځي، د تجربو په ترلاسه کولو، د ازموینې او تېروتنې له پړاوونو وروسته ثبات مومي او خپله سمه او ډاډمنه لاره خپلوي.
افغانستان له اوږدو او تورو کلونو وروسته، بالاخره د بې شمېره قربانیو په ورکولو وتوانېد چې خپلواک حکومت او آزاد هېواد ولري، د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو ریښې له دې خاورې وباسي.
خو په دې ورځو کې د فتوحاتو د پنځمې کلیزې له رانږدې کېدو او په ټول هېواد کې د آزادۍ د خوږو نغمو له خپرېدو سره په یوه وخت، د دې سپېڅلې خاورې په یوه څنډه کې، د یوه ناپاک ګاونډي د دسیسو او توطیو له امله، د یو شمېر غولول شویو او ښایي تمې ورکړل شویو کسانو له لوري ځینې خوځښتونه او نښتې ولیدل شوې؛ خو باید هېر نه کړو چې د افغانستان اوسنی حکومت هوښیار، بیدار او بشپړ چمتو دی، په ځانګړې توګه په سرحدونو کې تل د عقاب په څېر په تېزو سترګو د بهرنیو دښمنانو او کورنیو ورانوونکو په څار او کمین کې ناست دی.
سره له دې چې په درو او غرنیو سیمو کې ورانکاري او تښتېدلي عناصر په لنډ وخت کې له منځه یووړل شول، همدا ماتې خوړلو او په نطفه کې ځپل شویو غږونو دا زمینه برابره کړه، چې مخالفن یو ځل بیا خپلو ناکامو تبلیغاتو ته مخه کړي، خولې پرانیزي او یو په بل پسې بې ربطه او بې بنسټه څرګندونې وکړي؛ هغه څرګندونې چې بې بنسټي یې له هېڅ هوښیار انسان څخه پټه نه ده.
له دې سره سره، کله ناکله حقیقتونه باید د مخالفینو له خولو واورېدل شي او د پردې تر شا روانې پېښې او له یو بل څخه د پاشل شویو ډلو ترمنځ بهیرونه په خپله له همدوی څخه واورېدل شي. که څه هم د دې ټولو دسیسو او تویو شویو وینو تر شا پاکستان ولاړ دی چې په دې سره غواړي د افغانستان ثبات او امنیت له ننګونو سره مخ کړي، خو باید پوه شو چې دا خوب د تعبیر وړ نه دی او دا هیله له یوه خیال پرته بل څه نه ده.
په همدې لړ کې، د پخوانۍ ادارې اړوند یوه ویاند ویلي، چې د هېواد دننه له روانو خوځښتونو سره سره، د دوی مشران په تېرو پنځو کلونو کې په بې کاره او غیر فعالو کسانو بدل شوي دي؛ چې د یووالي، همغږۍ او ګډ کار لپاره د زمینې د برابرولو پر ځای، ورځ تر بلې منزوي او ګوښه شوي دي. په داسې وضعیت کې دوی هېڅکله د خپلو امکاناتو او وړتیاوو پر مټ څه نه شي کولای؛ مګر دا چې یو ځل بیا لوېدیځ، بهرنیو هېوادونو او بهرنیو لاملونو ته د مرستې لاس وغځوي، څو هغوی ورته زمینه برابره کړي او دوی بیا د جګړې د ډګر د بریالیو او ځواکمنو کسانو په څېر راشي، له مخکې غوړول شوي د واک پر دسترخوان کېني، یو ځل بیا د واک د وېش او د ملت د وینې زبېښلو پر سر له یو بل سره ښکېل شي او ځورېدلی ولس د خپلو موخو او مقصدونو قرباني کړي.
خو دا هم له حقیقت څخه لرې نه ده، چې دې مزدورې ډلې د خپلې واکمنۍ پر مهال په فاسده اداره کې دومره ستره رسوایي پر ځای پرېښوده او په پای کې یې تېښته د ژغورنې یوازینۍ لار وبلله؛ چې اوس هېڅ بهرنی ځواک او قدرت پرې باور نه کوي او نه دې ته چمتو دی، چې واک ته د دوی د بیا رسولو درانه لګښتونه پر غاړه واخلي.
له همدې امله، په دې منځ کې یوازې د هیواد د غولول شویو ځوانانو تویې شوې وینې دي چې ځمکه سره کوي؛ هغه ځوانان چې د پیسو او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره یې ناسمه او خطرناکه لاره غوره کړې ده؛ داسې لاره چې پایله یې د خپل ځان د بدنامۍ او د خپلو میندو لپاره له غم او ویر پرته بل څه نه ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


