د انټرنشنل سایبر ډایجیسټ په نوم د انټرنټي امنيت او ټکنالوژۍ يوه ادرس راپور ورکړی، چې په سامسونګ موبايلونو کې د اسرائيلو یو نه ‌حذف کېدونکی د جاسوسي سافټویر موندل شوی.

سرچينې ويلي، سامسونګ د AppCloud په نوم د یوه اسرائیلي جوړ شوي اپ له امله له سختو نیوکو سره مخ دی؛ دا اپ په Galaxy A او M لړۍ کې مخکې له مخکې نصب وي.

پلټنو ښودلې چې دا اپلکېشن د سیسټم په کچه ځای پر ځای شوی او بشپړ لرې کول یې ممکن نه دي.

ويل کېږي که چېرته دا سافټوير غیرفعال هم کړئ، بیا هم د مبایل په سیستم کې پاتې کېږي او د اپډېټونو وروسته بېرته ښکاري، چې په پټه د نورو سافټویرونو د نصبولو وړتيا هم لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version