نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې پرون شنبه د مکسيکو په لسګونه ښارونو کې زرګونه کسانو حکومت کې د فساد او تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله پراخ لاريونونه کړي دي.

دا لاریونونه د مکسيکو له ۵۰ په ډېرو ښارونو کې ترسره شوي دي.

لاريونوال وايي، حکومت د جرمي او مافيايي ډلو په کنټرول کې پاتې راغلی او هره ورځ نږدې سلګونه غلاوې قتلونه او نور جرمونه ترسره کېږي.

سرچينه وايي، لاریونونه هغه وخت نور هم پراخ شول، چې د مکسيکو يو مشهور ښاروال چې پر روان وضعيت یې نيوکې کولې ووژل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version