د حج او اوقافو وزارت په يوه خپره کړې خبرتيا کې وايي، چې سبا د جمعې ورځ په ټول هېواد کې د اسرائیلي رژيم له لوري د غزې د عامو مسلمانانو د بې ګناه شهادتونو او ظلمونو پر ضد غږ پورته کېږي.

د خبرتيا پر بنسټ د عامو خلکو سربېره به د جوماتونو امامان‌ هم په خپلو بيانونو‌ کې په غزه کې د روانو ظلمونو د پای ته رسولو غږ پورته کوي.

ياد وزارت له ټولو مسلمانانو په تېره هېوادوالو غوښتي چې د غزې د روان ظلم د پای ته رسولو په غږ پورته کولو کې برخه واخلي او خپل مسؤليت ادا کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version