د هېواد ستره محکمه وایي، د بدخشان ولایت د استیناف محکمې د رئیس مفتی حفیظ‌الله محمدي او د یاد ولایت د یو شمېر قومي مشرانو او بانفوذه شخصیتونو په هڅو د دوه قومونو ترمنځ شته دښمني په دوستۍ بدله شوه.

یاده دښمني درې کاله وړاندې د قتل پر سر د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالي د «کتو بالا او دوآبي» کلیو د دوه قومونو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې پر مهال یې یو تن وژل شوی هم و.

د ویلو ده، چې د سرپرست حکومت له بیا ځل واکمنېدو وروسته هېواد کې له دې سربېره چې ټولنیزې شخړې په بې ساري ډول کمې شوي، د سیمه‌ییزو مسؤولینو او قومي مشرانو په هڅو سلګونه پخوانۍ دښمنۍ هم په دوستۍ بدلې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version