Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ستره محکمه: نیمروز او بادغیس ولایتونو کې پر درې کسانو د قصاص الهي حکم تطبیق شو
    افغانستان

    ستره محکمه: نیمروز او بادغیس ولایتونو کې پر درې کسانو د قصاص الهي حکم تطبیق شو

    صابر افغانصابر افغان11 اپریل 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرپرست حکومت سترې محکمې د دوو جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، نن جمعه بادغیس ولایت کې پر دوو تنو او نیمروز ولایت کې پر یوه تن، چې په قتل تورن وو، د قصاص شرعي حکم تطبیق شوی دی.

    له سترې محکمې څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دغو کسانو له ډلې لومړی کس سلیمان د محمد رسول زوی د بادغیس ولایت د تګاب‌علم ولسوالۍ اوسېدونکی او دویم کس حیدر د مجنون زوی د دره‌بوم ولسوالۍ اوسېدونکی او درېیم کس عبدالقدیر د عبدالرحمن زوی چې د نیمروز ولایت د زرنج ښار اوسېدونکی دی چې نن پرې د قصاص حکم تطبیق شوی.

    د یادې محکمې اعلامیې له مخې، یاده موضوع د سرپرست حکومت د سترې محکمې اړوند درې ګونو محکمو ( ابتدائي، مرافعې او تمیز ) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول و څېړل شوه، چې په پایله کې پر مجرمینو د قصاص حکمونه صادر شول او وروسته دغه حکمونه د سرپرست حکومت مشرتابه ته د تائید لپاره وړاندې شول.

    د سترې محکمې په وینا، د یادو قضیو په اړه د وروستي احتیاط په موخه د مشرتابه له لوري هم هر اړخیزې څېړنې وشوې، د مقتولینو کورنیو ته د بخښنې او سولې لپاره وړاندیزونه شوي وو، خو د هغو له انکار وروسته پر قاتلینو د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړل شو.

    د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا حاکمیت وروسته دا څویم قصاص دی، چې پر قاتلینو د قضايي ارګانونو له لوري تطبیق کېږي.

    مخکینۍ مقالهبلوچستان کې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې د فضل په نوم د امنیتي ادارو کارمند هلاک شوی
    راتلونکي مقاله اقتصادي معاونیت: د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو لپاره کړنلاره جوړېږي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    20 سپتمبر 2026

    افغانستان او هند د ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې پر همکاریو خبرې کړي

    20 سپتمبر 2026

    افغانستان بانک له بازارونو د مندرسو بانکنوټونو د راټولولو بهیر پیل کړی

    20 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 20 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: یکشنبه، ١۴۰٥/٦/٢٩ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    د نن یکشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٩ مه.#هندوکش‌غږ

    20 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    20 سپتمبر 2026

    د نن یکشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٩ مه.#هندوکش‌غږ

    20 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،258 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.