Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»سراوان کې د سپاه پاسداران اړوند افغان او پاکستاني ۱۲ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
    سیمه

    سراوان کې د سپاه پاسداران اړوند افغان او پاکستاني ۱۲ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    صابر افغانصابر افغان22 جولای 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ایران د بشر حقونو د څار ډلې «حال‌وش» راپور ورکړی، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه نېټه د افغانستان، ایران او پاکستان پولې ته نږدې د سراوان په سیمه کې د سپاه پاسداران اړوند یوې ډلې باندې خونړی وسله‌وال برید شوی دی.

    د راپور له مخې، برید د سراوان ولسوالۍ د «بچه‌راهی» پولې ته څېرمه شوی، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

    سرچینه زیاتوي، چې وژل شوي کسان د افغانستان او پاکستان تابعیت لرونکي وو او د سپاه پاسداران له لوري د بلوڅ سیاسي فعالانو د تعقیب او ترور لپاره ګمارل شوي وو. دغه ډله د سپاه پاسداران د دوو سیمه‌ییزو قومندانانو، هوشنگ سوری‌زهی او یاسر نوشیرواني، په مشرۍ کې فعالیت درلود.

    د حال‌وش د معلوماتو له مخې، د وژل شویو ډېره برخه هغه افغان عسکر وو چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د کابل له سقوط وروسته ایران او پاکستان ته تښتېدلي وو.

    په راپور کې د وژل شویو کسانو نومونه هم یاد شوي، چې په ترتیب سره اسد، عمر، بازګل او احمد یاد شوي او دغه راز د «پهلوان» په نوم یو بل کس سخت ټپي شوی دی.

    حال‌وش ادعا کوي چې سپاه پاسداران دغه کسان د بلوچستان د وګړو د ځپلو، د سیاسي فعالانو د ترور، د افغان کډوالو پر وړاندې د بد چلند، او د سون‌توکو د قاچاقچیانو د وژنې لپاره استخدام کړي وو.

    تر اوسه د دې برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو د پاکستان او ایران په پوله وسله‌وال قاچاقبران، بلوڅ بېلتون‌پال او نورې خپل‌سرې ډلې فعالیت لري.

    مخکینۍ مقالهد امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که اړتيا پېښه شوه، يو وار بيا پر ايران بريد کوم
    راتلونکي مقاله له شپږو هېوادونو سره د پولو‌ او ډيورنډ فرضي کرښې د خونديتوب په موخه ۷۶۵ پوستې ځای پرځای شوي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو

    12 فبروري 2026

    د پاکستاني رژيم دوه مخي؛ په خپل لاس روزل شوې داعش ډله ورته په سرخوږي اوښتې

    11 فبروري 2026

    پاکستاني رژیم تېر کال ۲۲۵ بلوڅان له محکمې پرته وژلي

    11 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 16 فبروري 2026

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    له شک پرته په افغانستان کې هغه دوره چې ګوندونه او حزبونه د واک د…

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    شاوخوا ۸ زره شهيد شوي فلسطینیان لا هم تر خاورو لاندې دي

    14 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    16 فبروري 2026

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    شاوخوا ۸ زره شهيد شوي فلسطینیان لا هم تر خاورو لاندې دي

    14 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،105 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.