د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پوځي څانګې (سرایا القدس) خبر ورکړی چې د حماس غورځنګ له پوځي څانګې (کتائب القسام) سره یې په ګډه د غزې په جنوب خان یونس سیمه کې پر صهیونیستي پوځیانو برید کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې دا عملیات د هاوان په مرسته ترسره شوي او په یاده سیمه کې د صهیونیستي پوځیانو د تجمع او قومندې مرکز په نښه شوی.

ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې ګڼ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم غزه کې د کتائب القسام او سرایا القدس په ګډو پوځي عملیاتو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version