د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې محتسبینو یې تېره اوونۍ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا ۱۷ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي.

د یاد وزارت د خبر له‌مخې، محتسبینو دغه‌ راز په سرپل، فاریاب او لغمان ولایتونو کې اووه مېرمنې د هغوی له خوښې پرته یا اجباري نکاح څخه ژغورلې دي.

خبر کې ویل شوي، چې محتسبینو همداراز په خوست او سرپل ولایتونو کې د یووالي رامنځته کولو او د ژبني او قومي اختلافاتو د له‌منځه وړلو په موخه دوه دښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړې او د پلازمېنې کابل په ګډون په لوګر ولایت کې دوه ماهر کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version