د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي د سره صلیب د نړیوال فدراسیون د اسیا پسفيک د برخې مشر الیکساندر متیو او مل پلاوي سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې خدمات، همکارۍ او فعاليتونه وستایل او د سره صليب د نړيوال فيدراسيون پلاوي ته یې د هېواد اړمنې سیمې او برخې په گوته کړې چې د همکارۍ ژوره اړتیا پکې لیدل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د سره صلیب د نړیوال فدراسیون د اسیا پسفيک د برخې مشر الیکساندر متیو ویلي، چې پرو سږکال هم یادې ادارې د ۲۸ مېلیونه سویسي فرانک د ۵ مېلیونه اړمنو خلکو ته د روغتیا، اوبو رسولو او طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې مصرف کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اسیا پسفیک مشر ته ویلي، چې د افغانستان واقعي انځور او په خپلو سترگو لیدلی وضعیت تر نړیوالو ورسوي او همدارنگه یې غوښتنه کړې، چې د افغان ولس د هر اړخیز لاسنیوي چارې نورې هم گړندۍ او د روغتیا په برخه کې د لا ښو خدمتونو د ترسره کولو لپاره د کورنیو روغتونونو تجهیز ته ځانگړې پاملرنه وکړي.

دغه لیدنه داسې مهال کېږي، چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په گڼو سیمو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version