د افغانستان برښنا شرکت پلاوي روسیې ته په سفر کې د یاد هېواد د برښنا له یو شمېر مهمو او معتبرو تولیدي او تخنیکي کمپنیو له مشرانو سره لیدنې ترسره کړې دي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، له یادو کمپنیو سره د شویو هوکړو له مخې، له افغانستان سره به د برښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او همدارنګه د برښنا انرژۍ په نورو اړوندو برخو کې همکاري وشي.

سرچینې زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د روسي کمپنیو تخنیکي ټیمونه افغانستان ته سفر وکړي او د دواړو لورو تخنیکي ډلې به د برښنا اړوند پروژو د عملي کولو لپاره ګډ کار پیل کړي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې دا ډول همکارۍ کولی شي هېواد ته د دوامدارې برښنا د تأمین زمینه برابره کړي او په کور دننه به د برښنا تولید او شبکې پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version