بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د صهیونیستي رژيم د لومړي وزیر بنيامين نتنياهو له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینګار چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان په قلمرو خپل دولت جوړ کړي، په کلکو ټکو غندلی او دا یې د سعودي عربستان د حاکمیت نقض بللی دی.

یاد وزارت د نتنیاهو څرګندونې، منل شویو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حق څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د اعلامیې له مخې، سرپرست حکومت ټینګار کوي چې: «فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر څو چې اشغال دوام کوي او د فلسطیني ولس حقونه نقض کېږي غزه او سیمه به بې ثباته وي چې دا وضعیت د هیچا په ګټه نه‌دی.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version