د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن یکشنبه (د چنګاښ، ۲۲مه) شمالي کوریا ته له درې ورځني سفر وروسته د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه چین ته رسېدلی.
د راپورونو لهمخې، یاده ناسته راتلونکې دوشنبه او سه شنبه (د چنګاښ، ۲۲مه او ۲۳مه) د چین په تیانجین ښار کې ترسره کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې لاوروف به د ناستې په څنډه کې له خپلو یو شمېر سیالانو سره دوه اړخیزې لیدنې هم ولري.