Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سر پرست حکومت د دوحې په غونډه کې خپل ګډون رد کړ
    افغانستان

    سر پرست حکومت د دوحې په غونډه کې خپل ګډون رد کړ

    صابر افغانصابر افغان17 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د باندنیو چارو وزارت تلویحاً د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی.د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې سر پرست حکومت ملګرو ملتونو ته په ډاګه کړې ده، که د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې دوی د یوازیني مسوول لوري په حیث ګډونوال شي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ د ټولو مسایلو په اړه د واضحو خبرو اترو زمینه سازي وشي، په یاده غونډه کې د سر پرست حکومت د استازي ګډون به ګټور تمام شي.د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دې برخه کې د پرمختګ د نشتوالي له امله سر پرست حکومت په دې ناسته کې د دوی بې ګټې ګډون اغېزمن نه دی بللی.د یادونې ده چې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه سبا یکشنبه پیل شي.سټیفن دو جاربک د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ویاند ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او یو شمېر افغان مېرمنې هم برخه والې وي.دوجاریک دا هم ویلي چې د یوه همغږي، منسجم او رغنده تعامل د زیاتولو څرنګوالی د دې غونډې له هدفونو دی.د نوموړي په وینا دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت اړوند د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د مفصل راپور وړاندیزونه هم په پام کې ونیول شي.په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه د دغه راپور له مهمو سپارښتنو څخه ده.بلخوا سر پرست حکومت ویلي چې په افغانستان کې د یوناما د دفتر په موجودیت کې د نوي استازي ټاکل به اړین نه وي.

    مخکینۍ مقالهغزه؛ ملګري ملتونه د اوربند غوښتنه کوي، خو اسرائیل د عملیاتو پر پلان کار کوي
    راتلونکي مقاله اوکراین: “اودیوکا” ښار له سقوط سره مخ دی

    مربوطه لیکنې

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025

    د فتحې د څلورمې کليزې په وياړ د کابل ټولو تفريحي پارکونو ته تګ وړيا دی

    14 اگست 2025

    هرات کې د پاشدان اوبو او برېښنا بند پرانيستل شو

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 اگست 2025

    هندي کشمیر کې سېلابونو ۴۶ تنه مړه کړي

    د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې…

    د بلوچستان خلکو افغانستان ته د فتحې د ورځې مبارکي ويلې

    15 اگست 2025

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هندي کشمیر کې سېلابونو ۴۶ تنه مړه کړي

    15 اگست 2025

    د بلوچستان خلکو افغانستان ته د فتحې د ورځې مبارکي ويلې

    15 اگست 2025

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،942 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،961 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.