Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»اوکراین: “اودیوکا” ښار له سقوط سره مخ دی
    سیمه

    اوکراین: “اودیوکا” ښار له سقوط سره مخ دی

    صابر افغانصابر افغان17 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر اساس امريکا خبرداری ورکړی، چې ښايي روسيه د اوکراین په ختيځ کې د “اودیوکا” مهم ښار سقوط کړي.په راپورونو کې ویل شوي، چې په دې وروستيو مياشتو کې دلته د روسي او اوکرایني ځواکونو تر منځ سختې نښتې شوې دي.په راپورونو کې زیاته شوې، چې روسي ځواکونو په اوديوکا کې پرمختګ کړی او د دغه ښار د کلابندۍ وېره شته ده.د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کربي په اوکرايين کې د وسلو او مهماتو کمښت ته په اشارې ويلي، “اوديوکا د روسيې منګولو ته د لوېدو له ګواښ سره مخامخ دی”.نوموړي د پنجشنبې په ورځ واشنګټن کې يوې غونډې ته وويل، چې ښايي اوديوکا سقوط وکړي؛ ځکه، چې “د اوکرایني ځواکونو جنګي وسایل او مهمات د خمتېدو په حال کې دي”اوکرايين، چې خورا لوی پوځي ځواک لري په پراخه کچه د امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو پر وسلو او مهماتو تکيه کوي، څو له روسې سره جګړه پرمخ یوسي.د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیويي وینا کې وویل: “د اوکرايني وګړو د ژوند ژغورلو له پاره د امکان تر کچې هر څه کوو”هغه ژمنه کړې، چې د امکان تر کچې به د اوکراينيانو د ژوند ژغورلو له پاره هر څه وکړي.يو اوکرايني جنرال “اولکساندر تارنافکسي” د پنجشنبې په ورځ ناوخته ومنله، چې په اوديوکا کې سخته جګړه روانه ده.نوموړي وويل: “موږ د اوکرايين ټولې خاورې ته ارزښت ورکوو، خو زموږ له پاره لومړنی ارزښت او لومړيتوب د اوکراين د عسکرو ژوند ژغورل دي”.بل لور ته د امریکا کانګرېس د دې اوونۍ په پيل کې د ۹۵ میلياردو ډالرو بهرنۍ مرستې پکیچ، چې ۶۰ میليارده د اوکراين هېواد له پاره ځانګړی شوی، له څو مياشتو جنجالونو وروسته تصويب کړ؛ خو دا مسله لا هم د استازو په جرګه کې له خنډونو سره مخ ده.اوديوکا ښار، چې نژدې په بشپړه توګه ويجاړ شوی، دونيڅک ته نژدې پروت ښار دی.دونیڅک، په ۲۰۱۴ کال کې روسي پلوه ملېشو ونېو او وروسته له روسيې سره يو ځای شو.د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ په اوکراين د برید امر وکړ، له هماغه وخته په اوکراین کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

    مخکینۍ مقالهسر پرست حکومت د دوحې په غونډه کې خپل ګډون رد کړ
    راتلونکي مقاله مسعود د افغان تاريخ يوه بدنامه څېره

    مربوطه لیکنې

    د ایران د ملي امنیت کمېسیون مشر، ابراهيم عزيزي: د امریکا ناکام ولسمشر وښوده، چې نه د خبرو اترو اصولو ته ژمن دی او نه هم د اوربند درناوی کوي

    27 جون 2026

    ايران او امريکا پر يوه بل بريدونه ترسره کړي

    27 جون 2026

    د ایران د پارلمان غړی، کامران غضنفري: له مجتبی خامنه‌ای سره د شهباز شریف لیدنه د امریکا او صهیونیستي رژیم د پلان برخه ده او موخه یې د خامنه ای له منځه وړل دي

    24 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 27 جون 2026

    ملګري ملتونه: وینزویلا کې د زلزلو له امله تر ۵۰ زرو ډېر کسان ورک دي

    په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلېچر ویلي، په وینزویلا…

    له اشغال شوي فلسطین څخه د صهیونیستانو کډوالي د پام وړ زیاته شوې

    27 جون 2026

    تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۸۵۰۰ تنه بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    27 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملګري ملتونه: وینزویلا کې د زلزلو له امله تر ۵۰ زرو ډېر کسان ورک دي

    27 جون 2026

    له اشغال شوي فلسطین څخه د صهیونیستانو کډوالي د پام وړ زیاته شوې

    27 جون 2026

    تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۸۵۰۰ تنه بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    27 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،168 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،109 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،223 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.