ټایمز مجلې په يوه راپور کې ويلي، چې سعودي عربستان د ایران پر وړاندې یوازې پر ډېپلوماسۍ تکیه نه کوي، بلکې په پټه د نوو پوځي ائتلافونو، امنیتي همکاریو او د نظامي چمتووالي پر پراخولو هم کار کوي.

‏سرچينې ويلي، له ایران سره د ډېپلوماټیک کړکیچ په دوام، د خلیج هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي او سعودي عربستان تر ټولو ډېر د ایران د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښمن ښکاري.

‏د ټایمز په وینا، ریاض په وروستیو اونیو کې هڅه کړې د خپل اقتصادي نفوذ او پوځي وړتیاوو په کارولو سره د سیمې وضعیت مدیریت کړي.

‏سعودي عربستان د ډېپلوماسۍ ترڅنګ د امنیتي همکاریو پر پراخولو، له ترکیې او پاکستان څخه د نوو وسلو پر پېرلو او د سیمه‌ییزو ائتلافونو پر جوړولو تمرکز کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version