د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند اعلان کړی چې د زرګونو افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې موده پای ته رسېدلې او هغوی له اېستلو سره مخ دي.

دې ادارې ویلي چې په امریکا کې له ۱۴ زرو څخه د ډېرو هغو افغانانو د استوګنې قانوني موده پای ته رسېدلې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له تېښتې سره سم په یاد هېواد کې مېشت شوي وو.

د سرچينې په خبره د امریکا د کورني امنیت وزیرې، «کریستی نوم» ویلي چې افغانستان نور د دې ملاتړ د دوام لپاره په شرایطو برابر نه دی.

له امريکا څخه د دې اېستونکو افغانانو د هويتونو په اړه رسمي جزييات نه دي خپاره شوي، خو ښايي د افغانستان پر خلاف د يو شمېر تش په نوم خيالي جبهو ځيني کليدي غړي هم پکې وي او په دې اقدام سره بیرته افغانستان ته راوشړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version