د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار او ولسوالیو د ۹ میلیونه، ۷۰۱ زرو او ۴۳۵ افغانیو په لګښت د نهو بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په دغو پروژو کې ۶۰۰ متره د احاطې دېوال، یو سربند د ۱۵ متره په اوږدوالي، ۱۶۲ متره د اوبو لګولو کانال، ۱۱۷ متره استنادي دېوال د اوبو زیرمو کېندل او دوه چکډمونو جوړونه شامله ده.
د یاد وزارت په وینا، دغه پروژې د ناروې هېواد په مالي لګښت د سمنګان ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پلي کېږي.
د یادونې ده، چې د دغو پروژو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د څښاک او کرنیزو اوبو د کموالي ستونزې هوارې شي.