د فلسطین پخواني ولسمشر نبیل عمرو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د صهیونیستي رژیم پوځ دا مهال د فلسطین پر لویدیځه غاړه مستقیم کنټرول لري.

نوموړي ويلي:« اسرائیلي پوځ په مستقیم ډول د لوېدیځې غاړې کنټرول په لاس کې اخیستی، ان تر دې چې د ولسمشر محمود عباس دفتر او کور ته هم رسېدلی دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطین ادارې په داخل کې له سختو ستونزو سره مخ دي او که دا ستونزې حل نشي، نو د هر ډول هوکړې عملي کېدل ناشوني دي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د صهیونیستي رژیم پوځ د فلسطین په لویدیځه غاړه کې خپل تحرکات زیات کړي او د راپورونو له‌مخې، یواځې تېرو څو ورځو کې یې په دغه سیمه کې تر لس ډېر عام فلسطیني ملکیتونه نړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version