Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سوداگرۍ وزارت: په تېرو پینځو میاشتو کې د اووه نیم مېلیون ډالرو په ارزښت افغاني غالۍ بهر ته صادرې شوې.
    افغانستان

    سوداگرۍ وزارت: په تېرو پینځو میاشتو کې د اووه نیم مېلیون ډالرو په ارزښت افغاني غالۍ بهر ته صادرې شوې.

    عمران آغاعمران آغا23 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، په تېرو پینځو میاشتو کې بهر ته د اووه نیم مېلیون ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوې دي.

    د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، افغاني غالۍ امریکا، هند، پاکستان، چین، ازبېکستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

    د جواد په خبره، افغاني غالۍ د افغانستان په صادراتو کې مهمه ونډه لري او په بهر کې ښه بازار هم لري.: «په دې وروستیو کې د افغانستان ډېرې غالۍ د پاکستان له لوري اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادرېدې؛ خو اوس د افغانستان له لارې بهر ته صادرېږي.»

    نوموړي له پانگه‌والو وغوښتل چې د نورو برخو سربېره د غالیو په تولید کې هم پانگونه وکړي.: «که بهر مېشتي افغان پانگه‌وال په افغانستان کې پانگونه وکړي؛ نو د پینځو کلونو لپاره به مالیه ورته معاف وي.»

    د افغانستان لاسي غالۍ د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ښه بازار لري. له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان غالۍ پاکستان په خپل نامه بهر ته صادرولې؛ خو اوسمهال د افغانستان غالۍ د افغانستان په نامه بهر ته صادرېږي.

    د صنعت او سوداگرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ل کال کې یې بهر ته د ۲۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې کړې وې.

    د افغانستان غالۍ ډېری په شمالي ولایتونو کې اوبدل کېږي. د تېرو کلونو سروې ښيي چې په شمال کې هر کال یو مېلیون او پینځه سوه زره متره غالۍ اوبدل کېدې؛ خو اوس له ایران، ترکیې او ازبېکستان څخه وارداتي گازي غالیو د کورني تولید مخه تر یوه بریده نیولې ده.

    مخکینۍ مقالهمالیې وزارت تر ۲۰۰۵ ښکته ماډل موټرونو واردول منع کړل.
    راتلونکي مقاله پکتیا کې سیلانیانو ته اسانتیاوې برابرېږي.

    مربوطه لیکنې

    دفاع وزارت بولدک کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړه

    25 سپتمبر 2026

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    25 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: داسې بې محاسبې، بې احتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه چې د افغان ملت غوسه پاروي چې د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري

    24 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 سپتمبر 2026

    دفاع وزارت بولدک کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړه

    دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک…

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    25 سپتمبر 2026

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    دفاع وزارت بولدک کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړه

    25 سپتمبر 2026

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    25 سپتمبر 2026

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،194 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،260 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.