سانا د سوریې رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د بشري حقونو پلټنو په ترڅ کې تر اوسه د بشار الاسد حکومت پر مهال د لادرکه شویو او بندیانو له جملې څخه ۱۹۴ ماشومان بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د سوریې نوې ادارې د هغو ۳۱۴ ماشومانو دوسیې ثبت کړي، چې د پخواني نظام له لوري په زور له خپلو والدینو جلا شوي او د پالنې مرکزونو ته لېږل شوي وو.
اوس مهال یوه ځانګړې کمېټه د سلګونو نورو هغو ماشومانو برخلیک څېړي چې پر نورو کورنیو پلورل شوي او یا وېشل شوي دي.
د سوریې حکومت ټینګار کړی چې دوی د رانیا العباسي د شپږو ماشومانو په څېر د ټولو لادرکه شویو ماشومانو د برخلیک روښانه کولو او د دې جنایت د عاملینو محاکمې ته ژمن دي.
