سه شنبه/ د وري ۱۴ مهد سوریې او ایران رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې ویجاړه شوې ده.

د ایران دولتي تلویزیون د راپور له مخې په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک یو جګپوړی قوماندان برید جنرال “محمدرضا زاهدي” له یوشمېر نورو کسانو سره وژل شوی دی.د یادو رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې د اسرائیلو برید یوه هدفي وژنه وه.

یو شمېر رسنیو وړاندې راپورونه خپاره کړي و، چې د اسرائیلو په برید کې د سفیر کور هم په نښه شوی دی.

د سوریې دولتي رسنیو هم دمشق ته نږدې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وایي ، چې قونسلګرۍ کې دننه ټولو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو لا یې هم د کره ارقامو په اړه څه نه دي ویلي.

د دغه برید په غبرګون کې ایراني چارواکو تر دې دمه کوم ښکاره دریځ نه دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version