سه شنبه/ د وري ۱۴ مهد افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې، چې په “اکس” یا پخواني ټویټر خپره شوې لیکلي: “د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت پر کونسلۍ څانگه د صهيونيستي رژیم بريد د ديپلوماتيکو نورمونو ښکاره نقض او په سيمه کې د ناامنۍ د پراختيا پاروونکی اقدام دی او په کلکو ټکو يې غندو”.

بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.دغه وزارت زیاته کړې ده: ” د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سيمې له تأثيرگذاره هېوادونو غواړي چې په غزه کې او له غزې تړانگې هاخوا د صهیونیستي رژيم د جنايتونو مخنيوی وکړي”.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې دا یادونه هم شوې، چې د دغه رژيم د جنايتونو دوام له يوې خوا د سيمې او نړۍ امنيت ته پر يوه جدي گواښ بدل شوی او له بلې خوا يې د نړۍوالو قوانينو او سازمانونو د مؤثريت په تړاو جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version