العربیه راپور ورکړی، چې د سوریې حکومت د لبنان له امنیتي ادارو غوښتي دي، هغه شاوخوا ۲۰۰ لوړپوړي افسران وسپاري چې د بشارالاسد د رژیم له پرځول کېدو وروسته لبنان ته تښتېدلي دي.
د سوریې امنیتي سرچینو ویلي، چې یاد تښتېدلي افسران د سوریې په ساحلي سیمو کې د وروستیو ناکراریو او بېثباتۍ تر شا لاس لري.
ورته مهال، رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه نېټه د سوریې او لبنان امنیتي چارواکي د دغو افسرانو د برخلیک په اړه خبرې اترې پیل کړي.
د یادونې ده، چې د سوریې د جهادي سازمانونو لهخوا د بشارالاسد رژیم له نسکورېدو وروسته په جنایي او جنګي جرمونو تورن د یاد رژیم زرګونه افسران لبنان او عراق ته تښتېدلي وو.
