له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د تازه مېوو او سبزيو له یو شمېر سوداګرو سره ناسته کړې.

خبرپاڼه ليکي چې یادو سوداګرو وویل: له هېواده بهر ته د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او د افغانستان مېوې او سبزي اوس ډېرو هېوادونو ته صادرېږي. خصوصي سکتور خودکفا شوی او په بېلابېلو سکتورونو کې د پام وړ پرمختګونه راغلي.

د خبرپاڼې په وینا هغوی دغه راز د خپلو ستونزو یادونه وکړه او وې ویل، په تورخم کې د رامنځته کېدونکیو ستونزو له امله سوداګر او افغان بزګران وخت ناوخت ډېر زیانمنېږي.

خبرپاڼه زياتوي چې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سوداګرو ته د هغوی د ستونزو په حل او د غور او اساسي حل لارې پېدا کېدو وعده ورکړه. د خبرپاڼې په وينا نوموړي وویل، هیڅوک باید د سوداګرو پر وړاندې ستونزې رامنځته نه کړي، بلکې کوښښ دې وشي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې سهولتونه برابر شي.

تورخم بندر د پاکستاني لوري د غير مسوولانه چلند له امله وخت ناوخت ډېرې ورځې تړلی وي چې په پايله کې یې د سوداګرو مالونه خراب او په لوړه کچه زيان ورته رسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version