په جرمني کې سیمه ایزې رسنۍ وایي چې پرون جمعه د دې هیواد په لویدیځ سولینګن ښار کې د مراسمو په ترڅ کې ګڼ شمیر کسان د چاقو په وسيله په يوه برید کې وژل شوي او ټپيان شوي.

د جرمني بیلد ډیلې ورځپاڼې ویلي چې یو برید کوونکي خلک په چاقو وهلي، چې په پايله کې ېې درې تنه وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپيان کړي او خپله د پیښې له ځای څخه تښتیدلی.

د رسنيو د راپورونو پر بنسټ برید هغه مهال وشو چې د ياد ښار په مرکز کې د سولينګن ښار د ۶۵۰ مې کليزې د نمانځلو لپاره په لوړ شمېر خلک راټول شوي وو او موسيقۍ ته د نڅا او شرابو څښلو په حالت کې په سرکونو ګرځېدل.

دا په روان کال کې څووم ځل دی چې په جرمني کې په خلکو د بريد لپاره له چاقو کار اخیستل کیږي د همدې روان میلادي کال د مې په میاشت کې هم په يوه لاريون کې د پولیسو یو افسر د چاقو په وسيله برید کې ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version