د سپېس‌اېکس شرکت خپله نوې پروژه «سټارلېنک ډایرېکټ ټو کال» نندارې ته وړاندې کړې، چې موخه یې په ۲۰۲۵ کال کې د ګرځنده ټلیفونونو لپاره د سپوږمکۍ انټرنیټ خدمات وړاندې کول دي.

یاد شرکت خبر ورکړی چې د سټارلېنک سپوږمکۍ به ژر له ګرځنده ټلیفونونو سره وصل شي او د پیغامونو، غږیز اړیکو او انټرنېټي چوپړتیاوو ته به د لاسرسي اجازه ورکړي.

د پي‌سي‌مګ وېبپاڼې د راپور له مخې دا شبکه به د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د پیغام استولو لپاره جوګه وي او په ۲۰۲۵ کال کې د غږیزو اړیکو او انټرنټي چوپړتیاوو لپاره د لاسرسي وړ شي.

د سپېس‌اېکس په وینا، د دې شبکې چوپړتیاوې به د موجوده «اېل‌ټي‌ای» ټلیفونونو سره چېرته چې د اسمان د لیدلو شونتیا وي کار کوي چې د نویو ټلېفونونو په پوست‌غالي او سخت‌غالي کې به هیڅ ډول بدلون ته اړتیا ونه‌لري.

سپېس‌اېکس دې پروژې ته له امریکایي «ټي‌موبایل» شرکت سره یوځای پراختیا ورکړې، دا شبکه که څه هم د ځمکنیو شبکو له معیارونو څخه کمزورې برېښي خو ګټه به یې د پراخو سیمو په پوښښ کې وي.

د ټي‌موبایل شرکت د مطبوعاتي اعلامیې له‌مخې دا شبکه به د امریکا متحده ایلاتونو لرې پرتو سیمو لکه د اوهایو او د الاسکا پروتوریکو سیمو کې چې هلته د ټي‌موبایل سګنالونه شتون نه‌لري هم د لاس‌رسي وړ وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version