د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، ‏سږ کال به د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له فارمونو شاوخوا ۸۵۰ ټنه زیتون ترلاسه شي.

سرچینې د ځایي مسؤولینو له قوله لیکلي، چې اوس مهال پر شاوخوا ۵۷۱ هکتاره ځمکه‏ په درېیو بلاکونو کې د زیتونو باغونه شتون لري، چې تېر کال یې حاصلات شاوخوا ۳۵۰ ټنه وو.

د یادونې ده، چې یاد فارمونه په ۱۳۵۲ هـ.ل کال کې پرانېستل شوي، چې اوس مهال د زیتون او مالټو تر څنګ‏ ګڼ نور کرنیز تولیدات هم لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version