د افغانستان لپاره پخواني امريکايي استازي زلمي خليل‌زاد ويلي، د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۳ مادې له تعديل وروسته ښايي د پوځ په جوړښت او مشرتابه کې مهم بدلونونه رامنځته شي.

هغه په يوې تبصره کې ليکلي، که راپورونه سم وي، نو دا تعديل عاصم منير ته داسې امتیازات ورکړي چې تر دې مخکې هېڅ پوځي نه‌ لرل.

د نوموړي په وينا، د تعديل له مخې به عاصم منير د ژوند تر پایه په یونیفورم کې پاتې شي، یوازې د استیضاح له لارې به لرې کېدای شي، د ژوند لپاره به ځانګړې رسمي دندې ولري او قانوني معافیت به هم ترلاسه کړي.

خليل‌زاد زياته کړې، چې دا ټول تر اوسه اټکلونه دي او ممکن وروستی پرېکړه‌لیک له دې جزئیاتو سره توپير ولري.

ياده دې وي، چې د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۳ مادې د تعديل مانا دا چې د پوځ د مشرتابه، واکونو او د هغوی په قانوني موقف کې به اړين بدلون راوستل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version