د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي دي.
د یاد ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې پر ۲۰۲۱.۵ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه کرل شوي، چې اټکل کېږي له دغو بڼونو څخه ۱۱ زره او ۳۲۰ متریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
د معلوماتو له مخې، تېر کال دغه ولایت کې پر ۱۹۹۱.۵ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه موجود وو، چې ور څخه ۱۱ زره او ۲۲۳.۳۴ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې د شفتالو تولیدات د دې ولایت له ولسوالیو څخه نورو ولایتونو ته هم صادرېږي، چې ورسره د کورنیو بازارونو د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ د بزګرو عواید هم زیات شوي دي.
