د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل ایټالیایي سیال انتوني تایاني سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې پر هېواد یې برید بې ځوابه نه پاتې کېږي او په وینا یې دا ځواب به «پرېکنده» وي.
ښاغلي عراقچي وړاندي زیاته کړې، چې د ایران پر پوځي مشرانو او اټومي تأسیساتو د صهیونیستي رژیم بریدونه له ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او دی هیله لري چې اروپایي ټولنه به دغه بریدونه وغندي.
له بل لوري د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له صهیونیستي چارواکو سره یې اړیکه نیولې او د دغو بریدونو د پایته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.