د پرځېدلي جمهوریت د دفاع وزارت سرپرست شاه‌محمود میاخیل ویلي، چې د سرپرست حکومت پر ضد وسله‌وال اپوزیسیون له‌منځه تللی او هېواد کې د جګړې لپاره نه جنګیالي شته او نه هم ولسي ملاتړ.

د نوموړي له‌قوله په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي:«د طالبانو پر ضد مسلح اپوزیسیون عملاً په نه‌شت حسابېږي. نه د جګړې غوښتونکي شته، نه لوجستیک، نه عقبه او نه هم ولسي ملاتړ.»

شاه‌محمود میاخېل وړاندې د مقاومت او نورو تش په نوم وسله‌والو ډلو ته په اشارې زیاته کړې، چې د دغو ډلو مشرتابه خپل باور لاسه ورکړی او د ثابت دریځ درلودونکي نه‌دي.

د میاخېل په خبره:«محدودې وسله والې ډلې، چې زیاتره یې فسبوکي فعاله دي، په درې بېلابېلو کرښو کې روانې دي او مشرتابه یې باور له لاسه ورکړی.»

نوموړي زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت سیاسي مخالفین د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره باوري بستر نه‌لري او ترمنځ یې یووالی نه‌شته او تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې سره منسجم شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version