د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، چې له تیرې میاشتې راهیسې چې په سوریه کې د تاوتریخوالي او جګړو له امله تر ۱۹۰ زرو زیات کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
فرحان حق ویلي، چې یاد شمېر خلک د سوریې له بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول السویدا، درعا او حلب ولایتونو څخه بېځایه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ملګري ملتونه به د دې کړکېچ په ختمولو او د مرستو رسولو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي؛ خو په خبره یې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.