د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې په اړه د مقاومت جبهې د سياسي دفتر مشر عبدالله خنجاني خبرو ته په غبرګون کې ويلي، چې مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه؛ نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده.
مياخېل وايي، د مقاومت جبهې غړو ته یې مخامخ په تاجکستان او ویانا کې ويلي، چې په افراطي نظریاتو او زړو ناکامو روایتونو هیڅکله نشي کولی چې د ملي مقاومت دعوه وکړي.
نوموړی زیاتوي، احمد مسعود تر اوسه د افغانستان جغرافيه سمه نه ده پېژندلې او دغسې ماشومانو ته د رهبرۍ لپاره کلونه-کلونه مزل پاتې دی.
مياخېل زياته کړې، چې مقاومت جبهه د ټولو تاجکانو او پروان څه چې حتا د پنجشېر استازولي هم نه شي کولای او خنجاني لا په دې هم نه دی خبر چې د باګرام په شاوخوا کې څوک اوسېږي.
ياده دې وي چې عبدالله خنجاني دوه ورځې وړاندې ويلي وو، چې ټرمپ بايد د باګرام هډې په اړه د سرپرست حکومت پرځای له مقاومت جبهې سره وغږېږي ځکه چې د ده په وينا د باګرام هډې شاوخوا تاجک قوم مېشت دی.
یادې څرګندونې نه یواځې چې د په داخل د افغانستان کې له توندو غبرګونو سره مخ شوې، بلکې په بهر کې هم مېشتو افغانانو هم په مقاومت جبهه سختې او توندې نیوکې کړي او دا ډول بې باکه څرګندونې یې د شرم وړ بللي.