د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې پوځ يې د جنورۍ په ۴مه د جنوبي کوریا بې‌پيلوټه الوتکه چې د شمالي کوریا هوایي حریم ته ننوتې وه، رانسکوره کړې.

سرچینې زیاته کړې، چې یاد ډرون د جنوبي کوریا د انچون ښار څخه الوتې وه او د شمالي کوریا په فضاء کې له شاوخوا اته کیلومتره واټن وهلو وروسته ویشتل شوې ده.

شمالي کوریا ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي او خبرداری یې ورکړی چې ورته پېښې به له سخت غبرګون سره مخ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version